د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، عبدالاحد مومند، د افغانستان لومړنی فضايي سفر کوونکی، د یکشنبې په ورځ د سرطان ناروغۍ له یوې دورې وروسته په ۶۷ کلنۍ کې په آلمان کې سوو. د هغه د کورنۍ یو نږدې غړي د نوموړي مړینه رسنیو ته تایید کړې ده.
هغه د ۱۳۶۷ لمریز کال د سنبلې په میاشت کې د «سایوز TM-6» فضايي ماموریت د غړي په توګه د «میر» فضايي سټېشن ته سفر وکړ او شاوخوا ۹ ورځې یې په فضا کې تېرې کړې.
مومند د دې ماموریت وروسته د «لنین» مډال او د «شوروي اتحاد د قهرمان» لقب ترلاسه کړ.
مومند د ۱۳۳۷ لمریز کال د جدي په میاشت کې د غزني ولایت په یوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی وو. له زدهکړو وروسته یې په افغانستان او پخواني شوروي اتحاد کې تعلیم وکړ او وروسته د افغانستان هوايي ځواکونو سره یوځای سوو.
هغه د افغانستان لومړنی او د نړۍ څلورم مسلمان وو چې فضا ته ولاړ، او لومړنی مسلمان وو چې قرآن یې فضا ته یووړ.
د دې ماموریت پر مهال هغه په علمي، طبي او ځمکپوهنیزو څېړنو کې برخه واخیسته او له فضا څخه یې د افغانستان انځورونه واخیستل. همدارنګه یې له خپلې کورنۍ او د هغه وخت د افغانستان له چارواکو سره د فضا له لارې خبرې وکړې، او د پښتو ژبه یې له هغو لومړنیو ژبو څخه وګرځوله چې په فضا کې واورېدل سوه.
له فضا څخه تر راستنېدو وروسته، مومند د شوروي اتحاد له خوا د «شوروي اتحاد د قهرمان» لقب ترلاسه کړ او په افغانستان کې هم وستایل سوو. وروسته هغه د افغانستان د هوايي چلند او ګرځندوی د مرستیال وزیر په توګه وټاکل سوو.
د ډاکټر نجیب د حکومت له سقوط او د کورنیو جګړو له سخت والی وروسته، مومند افغانستان پرېښود او په آلمان کې مېشت سوو. هغه کله ناکله د فضايي تاریخ او د افغانستان اړوند پروګرامونو او غونډو کې ګډون کاوه.




