سلګونو افغانانو په سویدن کې د طالبانو پر ضد لاریون وکړ

له افغانستان څخه بهر د طالبانو پر ضد د اعتراضونو په دوام، سلګونو د بشري حقونو فعالانو او په سویدن کې مېشت افغانانو د استکهلم په ښار کې په يوه راټولېدنه کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو او د بشري حقونو د نقض په اعتراض کې یی لاریون وکړ.
سلګونو افغانانو په سویدن کې د طالبانو پر ضد لاریون وکړ

سلګونو د بشري حقونو فعالانو او په سویدن کې مېشت افغان وګړو د استکهلم په ښار کې په يوه راټولېدنه کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو او د بشري حقونو د نقض په اعتراض لاریون وکړ. دغه راټولېدنه د هرات په ولایت کې د ښځو او انجونو د وروستیو نیونو د څپې او د طالبانو د محدودیتونو د زیاتېدو په پایله کې ترسره سوې ده.

ګډونوالو د لوحو په پورته کولو او د اعتراضي شعارونو په ورکولو سره په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه د نړیوالې ټولنې د بېړني غبرګون غوښتنه وکړه. هغوی په هرات کې د لسګونو ښځو او انجونو نیول د «بدحجابۍ» په تور د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو له لوري او همدارنګه په دغه ولایت کې د سوله‌ییزو اعتراضونو ځپنه په سخت ډول وغندله او دا یې د منظمې ځپنې او له عامه ډګر څخه د ښځو د لیرې کولو ښکاره بېلګه وبلله.

لاریون کوونکو همدارنګه د طالبانو د مشرانو د انځورونو په څېرولو سره د دغې ډلې پر ښځو او انجونو د محدودوونکو تګلارو څخه مخالفت څرګند کړ. د هغوی په وینا، له ښځو سره د طالبانو چلند یوازې تبعیض نه دی، بلکې د «جنسیتي اپارتاید» یوه بڼه ده.

افغان فعالانو په دې راټولېدنه کې له ملګرو ملتونو او اروپايي هېوادونو وغوښتل چي له طالبانو سره له هر ډول سیاسي تعامل څخه ډډه وکړي. هغوی خبرداری ورکړ چي هر ډول سیاسي یا اقتصادي همکاري له دې ډلې سره، داسې حکومت ته د مشروعیت د ورکړې په معنا ده چې د معترضینو په وینا، په پراخه کچه د بشري حقونو نقض کوي.

لاریون کوونکو همدارنګه د هغو راپورونو په اړه چي ګواکي ځيني اروپايي ناستو ته د طالبانو د استازو د بلنې احتمال سته، خپل مخالفت څرګند کړ. هغوی د «اروپا د ترهګرو ځای نه دی» شعار په ورکولو سره له سویډن حکومت او اروپايي ټولنې وغوښتل چي اروپايي هېوادونو ته د طالبانو د چارواکو د ویزو له ورکړې او ننوتلو مخه ونیسي.

ګډونوالو په پای کې خبرداری ورکړ چي تر هغه وخته چي نیول سوي ښځې آزادې نه سي او د طالبانو ځپونکي سیاستونه پای ته ونه رسېږي، دوی به په بېلابېلو اروپايي ښارونو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې د اروپا بېلابېل ښارونه، لکه د آلمان هامبورګ او برلین او د سويس ژنیو، هم د ښځو او د افغان وګړو پر وړاندي د طالبانو د سیاستونو په غندنه کې د لاریونونو شاهدان ګرځېدلي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x