طالبانو په بلخ کې د ځیرک ټېلېفونونو کارول هم منع کړل

طالبان وايي چي د خپل مشر په امر د بلخ ولايت د اداري شورا په غونډه کې د ملکي او نظامي کارکوونکو لپاره د ځیرک ټېلېفونونو کارول په دغه ولايت کې منع سوي دي.
طالبانو په بلخ کې د ځیرک ټېلېفونونو کارول هم منع کړل

د معمار خبري آژانس د راپور له مخي ؛ طالبان وايي چي د خپل مشر په امر د بلخ ولايت د اداري شورا په غونډه کې د ملکي او نظامي کارکوونکو لپاره د ځیرک ټېلېفونونو کارول په دغه ولايت کې منع سوي دي.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي چي په همدې غونډه کې د رسنيزو فعاليتونو پر محدودولو او د ويناوو پر کنټرول هم ټينګار سوی او ويل سوي چي ښوونيز پروګرامونه او ناستې بايد د اړوندو ادارو له لوري وڅېړل او منظور سي.

تر دې مخکي په پنجشير کې د طالبانو د والي د رسنيو دفتر ويلي وو چي په دغه ولايت کې هم د طالبانو د مشر د شفاهي حکم له مخې د دولتي کارکوونکو او د طالبانو د سیمه‌ییزو مسؤلينو له لوري د ځیرک ټېلېفونونو کارول منع سوي دي.

د لږ تر لږه څلورو سرچينو له خوا تائيد سوې چي دغه بنديز تر ډېره د عادي ملکي کارکوونکو او نظامي کسانو پر وړاندې دی او لوړ پوړي طالب چارواکي نه رانغاړي.

د سرچينو په وينا، دغه محدوديت تر اوسه له شلو زيات ولايتونه رانغاړلي، چي پکښي کندهار، ميدان وردګ، پنجشير، باميان، هرات، سرپل، غور او کابل هم شامل دي.

په همدې حال کې په ټولنيزو شبکو کې خپاره سوي انځورونه ښايي چي د طالبانو ځيني ځواکونه د دغو ټېلېفونونو د ماتولو اقدام هم کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x