په کابل کې د يو ماشوم د وژلو ناڅرګنده پېښه

سیمه‌ییزې سرچينې د کابل ښار په يوه ديني مدرسه کې د بدخشان ولايت د يو ۱۲ کلن ماشوم د ناڅرګندې وژنې خبر ورکوي.
نشست کمیته نظم شهری و امنیتی طالبان در کابل برگزار شد

سیمه‌ییزې سرچينې د کابل ښار په يوه ديني مدرسه کې د بدخشان ولايت د يو ۱۲ کلن ماشوم د ناڅرګندې وژنې خبر ورکوي.

د سرچينو په وينا، دغه ماشوم «عبدالجليل» نومېده او د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالۍ اوسېدونکی وو. هغه د کابل د خېرخانه کوتل په سيمه کې د عثمان بن عفان په ديني مدرسه کې ديني زده کړې کولې.

سرچينو د شنبې په ورځ، د جوزا په دېرشمه، ويلي دي چي عبدالجليل شاوخوا درې شپې مخکي د همدې مدرسې په داخل کي په ناڅرګنده توګه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو تر اوسه د دې پېښې څرنګوالی او عامل يا عاملان نه دي روښانه سوي.

د سرچينو په وينا، سره له دې چي څو ورځي د دې پېښې تيري سوي دي، طالبان تر اوسه د دې قضيي په اړه جدي او هر اړخيزې څېړنې نه دي پيل کړي.

سرچينو د طالبانو له مسؤلينو څخه غوښتنه کړې ده چي دا پېښه په روښانه او جدي ډول وڅېړي، عاملان يې وپېژني او عدالت ته يې وسپاري.

دا پېښه په داسي حال کي رامنځته سوې ده چي په وروستيو ورځو کي هم په دايکندي او پروان ولايتونو کې د دوو پخوانيو پوځيانو د وژل کېدو راپورونه خپاره سوي او په افغانستان کې د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې زياتي سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x