د آلمان په نورنبرګ ښار کې یو شمېر مېشتو افغانانو په یوه اعتراضي غونډه کې پر افغان ښځو د طالبانو له لوري لګول سوي محدودیتونه او فشارونه وغندل او د ښځو او انجونو د بنسټیزو حقونو د تأمین غوښتنه یې وکړه.
په دې غونډه کې، چې لسګونو افغانانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو، ګډونوالو د «زدهکړه زموږ حق دی»، «کار، زدهکړه او ازادي د افغان ښځو مسلم حق دی» او «د افغانستان د ښځو غږ نه چوپېږي» په څېر شعارونه ورکړل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
په دې اعتراضي غونډه کې یو شمېر د آلمان وګړو هم ګډون کړی وو او د معترضانو په ملاتړ یې ورسره خپل غږ یو کړی وو.
اعتراض کوونکو همدارنګه غوښتنه وکړه چې طالبان دې په سیاسي توګه په رسمیت ونه پېژندل سي او د افغانستان په ډیپلوماتیکو استازولیو کې د دې ډلې استازي دې له خپلو دندو لیرې کړل سي.
ګډونوالو ټینګار وکړ چې تر هغه وخته به خپلو مدني فعالیتونو او اعتراضونو ته دوام ورکړي، څو د افغانستان د ښځو او وګړو غږ د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې په ګډون نړیوالو بنسټونو ته ورسېږي.
د هغوی په وینا، د دې غونډې اساسي موخه د افغانستان د ښځو د زدهکړې، کار او ازادۍ له حق څخه ملاتړ او د افغانستان اوسني وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پام رااړول دي.




