د پاکستان په کشمیر کې خونړي اعتراضونه؛ ۲۴ کسان وژل سوي دي

سیمه‌ییزې سرچینې راپور ورکوي چې د پاکستان تر ولکې لاندې په کشمیر کې د پراخو اعتراضونو پر مهال لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل سوي او سلګونه نور ټپیان یا نیول سوي دي.

د راپورونو له مخې، د اعتراضونو له پراخېدو سره سم سیمه‌ییزو چارواکو مهمې لارې تړلې، د انټرنېټ خدمتونه یې بند کړي او د رسنیو پر فعالیتونو یې محدودیتونه لګولي دي.

دغه اعتراضونه په ټاکنو کې کډوالو ته د ۱۲ څوکيو د ځانګړي کولو د پرېکړې پر ضد پیل سوي او کرار کرار د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په بېلابېلو سیمو کې په پراخو ګډوډیو بدل سوي دي.

راپورونه ښايي چې د دولتي ځواکونو او معترضانو ترمنځ د نښتو له امله زرګونو کسانو د سیمې په بېلابېلو برخو کې لاریونونه او اعتراضونه کړي دي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د ټپیانو او نیول سویو کسانو د کره شمېر په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي، خو سیمه‌ییزې سرچینې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او په ځینو سیمو کې د اعتراضونو د دوام خبر ورکوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x