د کابل اوسېدونکي وايي چې د طالبانو ځواکونه هره اوونۍ د ښار په ځینو سیمو کې کور په کور ګرځي او له هرې کورنۍ څخه ۱۰۰ افغانۍ راټولوي، او وګړو ته ویل کېږي چې دا پیسې د مسجد د لګښتونو او د مسجد د امام لپاره دي.
یو شمېر د کابل اوسېدونکي چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نومونه یې واخیستل سي، رسنیو ته ویلي چې د طالبانو ځواکونه د خلکو کورونو ته ورځي او له هرې کورنۍ څخه د اوونۍ ۱۰۰ افغانۍ اخلي.
د کابل یو اوسېدونکي ویلي: «طالبان کور په کور راځي او له وګړو پیسې اخلي. موږ ته وایي چې دا پیسې د امام لپاره غواړي او هره اوونۍ په زور ۱۰۰ افغانۍ اخلي.»
د هغه په وینا، ډېری کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د اضافي لګښتونو توان نه لري.
دغه اوسېدونکي زیاتوي چې د طالبانو وسلهوالو کسانو شتون د پیسو ټولولو پر مهال له وګړو څخه د مخالفت فرصت اخلي.
هغه ویلي: «کله چې د طالبانو وسلهوال سرتېري د خلکو د کورونو دروازو ته راځي، خلک څنګه کولای سي نه ووایي او پیسې ور نه کړي؟»
یو بل د کابل اوسېدونکي بیا د مسجدونو له زیاتېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي: «که طالبان د مسجدونو لګښتونه نه سي برابرولای، نو ولې په هر ۶۰۰ متره کې یو مسجد جوړوي؟»
د هغه په وینا، د ښار په ډېرو سیمو کې په لنډ واټن کې مسجدونه جوړ سوي دي.
تر دې مخکې هم د افغانستان اوسېدونکو له دې شکایت کړی چې طالبان د بېلابېلو بهانو له لارې له بېوزلو او بېکاره وګړو پیسې ټولوي، او ځینې دا کار اخاذي بولي.
په داسې حال کې چې طالبان له وګړو پیسې راټولوي، د افغانستان خلک لا هم له پراخ بشري او معیشتي بحران سره مخ دي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دې راپور له مخې، اساسي اړتیاوې د خوړو مرستې، د شدیدې خوارځواکۍ درملنه، لومړني روغتیايي خدمات، د پاکو اوبو لاسرسی او د ملاتړ خدمات دي.
ملګرو ملتونو همدارنګه خبرداری ورکړی چې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه وګړي په افغانستان کې د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او تمه کېږي دا شمېر لا زیات سي.
د دې راپور له مخې، د نړیوالو مرستو د بودیجې کمښت د خوړو د مرستو د پوښښ کچه راټیټه کړې او د مرستندویه ادارو توان یې د اړتیاوو د زیاتېدو په وړاندې محدود کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، شاوخوا ۴.۹ میلیونه ماشومان تر پنځه کلونو کم عمره او همدارنګه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې په افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري.
مرستندویه ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې فقر، بېکاري او د بهرنیو مرستو کمښت میلیونونه افغانې کورنۍ له سختو معیشتي ستونزو سره مخ کړي دي.




