طالبان: په هرات کې د ښځو نیول به دوام ولري

په هرات کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر اعلان کړی چې د دې ډلې له نظره د حجاب د نه مراعاتولو له امله د ښځو او انجونو د نیولو لړۍ به دوام ومومي.
طالبان: په هرات کې د ښځو نیول به دوام ولري

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ نجیب‌الله علي ، په هرات کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر ، اعلان کړی چې دا ډله به په دې ولایت کې د طالبانو له نظره د حجاب د نه مراعاتولو له امله د ښځو نیولو ته دوام ورکړي.

هغه همدارنګه تایید کړې چې تر اوسه له ۱۹ څخه زیاتې ښځې په همدې دلیل په هرات کې نیول سوې دي؛ که څه هم ځینې سیمه‌ییزې سرچینې د نیول سویو کسانو شمېر تر اعلان سویو شمېرو لوړ بولي.

د دغه طالب چارواکي په وینا، د ښځو د پوښښ د څارنې بهیر به د هغه څه لپاره چې «د حجاب مراعات او فرهنګ جوړونه» بلل سوې، دوام ومومي او هغه کسان چې دا مقررات له پامه وغورځوي، له قانوني چلند سره به مخ سي.

نجیب‌الله علي همدارنګه تایید کړه چې د طالبانو ځواکونو د هرات په جبرئیل سیمې کې د ښځو د نیولو پر ضد د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره هوايي ډزې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې د دې پېښې په ترڅ کې یو شمېر معترضان هم د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول سوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د ښځو د پوښښ او ټولنیز حضور اړوند محدودیتونه لا هم له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو او نیوکو سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x