په بروکسل کې د طالبانو پر ضد د افغانانو اعتراضي راټولېدنه

یو شمېر افغان وګړو د دوشنبې په ورځ د بلجیم د پلازمېنې بروکسل ښار کې د اروپايي ټولنې د پارلمان مخې ته د دې بنسټ غونډو ته د طالب چارواکو د بلنې پر ضد اعتراضي راټولېدنه وکړه.
په بروکسل کې د طالبانو پر ضد د افغانانو اعتراضي راټولېدنه

یو شمېر افغان وګړو د دوشنبې په ورځ د بلجیم د پلازمېنې بروکسل ښار کې د اروپايي ټولنې د پارلمان مخې ته د دې بنسټ غونډو ته د طالب چارواکو د بلنې پر ضد اعتراضي راټولېدنه وکړه

اعتراض کوونکو دغه اقدام د انساني ارزښتونو او د افغانستان د ښځو او انجونو د حقونو له پامه غورځول وبلل او د هغې د پایلو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.

په دې راټولېدنه کې ګډونوالو له اروپايي هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او له دې ډلې سره د هر ډول سیاسي اړیکو له لارې ورته مشروعیت ور نه کړي.

اعتراض کوونکو همدارنګه ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو، د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د ملاتړ په برخه کې پرېکنده او مسئولانه دریځ خپل کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x