د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې سیمهييزو سرچینو ویلي چې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې ده. د دغو سرچینو په وینا، تورن کس ادعا کړې چې د دې پېښې انګېزه د خپلې لور له یوه ځوان هلک سره د دیني مدرسې څخه د راستنېدو پر مهال خبرې کول وو.
دغه پېښه د جمعې په سهار، د جوزا په ۲۲مه، رامنځته سوې ده. د ترلاسه سویو معلوماتو له مخې، یاد سړی له دې پېښې وروسته د طالبانو یوې امنیتي حوزې ته ځان سپارلی دی.
د تورن خپلوان وایي چې هغه د کلي د ځینو اوسېدونکو له خوا د دې موضوع له اورېدو وروسته خپله لور ته د مرګ ګواښ کړی وو. وروسته د شپې په مهال، کله چې انجلۍ په خوب ویده وه، هغه د بیلچې په ګوزارونو وژلې ده.
د طالبانو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.




