په بلخ ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست اعلان کړی چې یوې مېرمنې د دې ولایت په حوزوي روغتون کې پنځه ماشومان زیږولي دي.
د دغه ریاست د خپرې سوې خبرپاڼې له مخې، په زیږېدلو ماشومانو کې درې انجونې او دوه هلکان شامل دي، او د هغوی روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ او ښه بلل سوی دی.
روغتیايي مسؤلینو همدارنګه ویلي چې د دغو ماشومانو مور هم په ښه روغتیايي حالت کې ده او تر لازمې طبي څارنې لاندې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مېرمن د بلخ ولایت د دولتآباد ولسوالۍ د شینګلآباد کلي اوسېدونکې ده.




