د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم د مراسمو پر پراخ او منظم ترسره کېدو ټینګار وکړ

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په یوه خبرپاڼه کې د محرم او عاشورا د مراسمو پر پراخ، منظم او د یووالي رامنځته کوونکي ترسره کېدو ټینګار وکړ.
اعتراضات گسترده مردم افغانستان علیه محدودیت‌های طالبان در برگزاری مراسم محرم

د افغانستان د شیعه علماوو شورا په یوه خبرپاڼه کې د محرم او عاشورا د مراسمو پر پراخ، منظم او د یووالي رامنځته کوونکي ترسره کېدو ټینګار وکړ.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا د محرم د میاشتې د رارسېدو په مناسبت په خپور کړي پیغام کې د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د ماتم ورځې ټولو مسلمانانو، په ځانګړي ډول د افغانستان مؤمنو او غمجنو وګړو ته تسلیت وړاندې کړ.

په دې پیغام کې راغلي چې د عاشورا پاڅون د عزت، آزادۍ، عدالت غوښتنې، په نېکۍ د امر، له بدۍ څخه د منع کولو او د ظلم او فساد پر وړاندې د درېدو لاره ده. د حضرت امام حسین (ع) پاڅون یوازې یوه تاریخي پېښه نه ده، بلکې د نړۍ د آزادو انسانانو لپاره د لارې څراغ او د تاریخ په اوږدو کې د مظلومو ملتونو لپاره د الهام سرچینه ده.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا له ټولو مؤمنانو او د ماتم د مراسمو له تنظیموونکو وغوښتل چې د تېرو کلونو په څېر د عاشورای حسيني مراسم له مینې، پوهاوي او له کوم محدودیت پرته ترسره کړي.

دغه شورا له خطیبانو، واعظانو او مرثیه ویونکو هم وغوښتل چې ځوانان د عاشورا له اصلي موخو او پیغامونو، لکه عدالت غوښتنې، مسؤولیت منلو او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې له مفاهیمو سره بلد کړي او له هغو خبرو ډډه وکړي چې د هېواد د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف او بېلتون لامل ګرځي.

د دې پیغام په دوام کې د عزادارۍ له هیئتونو او د لاریونونو له مسؤلانو غوښتنه سوې چې د مراسمو د امنیت د تأمین لپاره له امنیتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي، څو د ماتم او عزادارۍ غونډې په ارامه، خوندي او له هر ډول محدودیت پرته فضا کې ترسره سي.

د افغانستان د شیعه علماوو شورا همدارنګه د هېواد له امنیتي مسؤولانو وغوښتل چې د محرم او عاشورا د مراسمو د پراخ، منظم او خوندي ترسره کېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د ټولو هېوادوالو دیني او مذهبي حقونو ته پوره پاملرنه وکړي.

د دې پیغام په بله برخه کې له خیر غوښتونکو او نذر ورکوونکو غوښتنه سوې چې د نذرونو او خیریه مرستو د وېش پر مهال د اړمنو کورنیو او په ځانګړي ډول د کډوالو وضعیت ته لا ډېره پاملرنه وکړي.

دغې شورا په پای کې د افغانستان د عزت او سرلوړۍ لپاره د دعا ترڅنګ له لوی خدایه وغوښتل چې د افغانستان وګړي د تبعیض، بېلتون، تاوتریخوالي او ناامنۍ له آفتونو څخه وساتي او ټول د امام حسین (ع) د لارې رښتیني لارویان وګرځوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x