په کونړ کې د ۹ کلنې ماشومې د وحشتناکې وژنې پېښه

په کونړ ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې یوه ۹ کلنه انجلۍ چې سایره نومېده، له سختو شکنجو او شدیدو ټپونو وروسته په بې‌رحمانه ډول وژل سوې ده.
کنر

په کونړ ولایت کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې یوه ۹ کلنه انجلۍ چې سایره نومېده، له سختو شکنجو او شدیدو ټپونو وروسته په بې‌رحمانه ډول وژل سوې ده.

د دغو سرچینو په وینا، دا ماشومه چې د خپل ماما کور ته د لیدو لپاره تللې وه، د دغه ولایت د نرنګ ولسوالۍ د درهٔ بادیل په سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا تښتول سوې وه او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ.

راپورونه زیاتوي چې د هغې مړی د سخت تاوتریخوالي له نښو سره موندل سوی، په داسې حال کې چې تر اوسه د دې پېښې د عاملانو هویت او انګېزه نه ده روښانه سوې.

د سایرې کورنۍ د اندېښنې په څرګندولو سره له مسوولو ادارو غوښتي چې عاملان وپېژني، ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

په همدې حال کې، د ماشومانو د حقونو فعالانو د ماشومانو لپاره د لا زیات امنیت د تأمین او د داسې دردناکو پېښو د تکرار د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x