په پنجشېر ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي چې د دغه ولایت په یوه سیمه کې د ډبرو د ښوېیدنې له امله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ په شتل ولسوالۍ کې رامنځته سوې او قرباني یې محمد عمر وو، چې د ارزابه کلي اوسېدونکی وو.
سرچینې زیاتوي چې دغه ځوان د یوې لویې ډبرې د لګېدو له امله د سر په برخه کې سخت ټپي سوی وو او د روغتون پر لور د لېږد پر مهال یې ساه ورکړې ده.




