په بلخ ولایت کې سیمهييزې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر اداره د ښځو پر وړاندې خپل محدودیتونه او سختۍ د هغې له امله زیاتې کړې دي چې د دوی له خوا «د ټاکل سوي لباس نه مراعت کول» بلل کېږي.
د سرچینو په وینا، د دې ادارې مسوولانو په یوه غونډه کې چې د مزار شریف ښار په دیارلسمه ناحیه کې ترسره سوې وه، دغه پرېکړه د سیمې مشرانو، د ګذر وکیلانو او سپین ږیرو ته رسولې ده.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو محتسبانو په دې غونډه کې خبرداری ورکړی چې له یکشنبې ورځې څخه به په پراخه کچه ګزمې پیل کړي او هره ښځه یا انجلۍ چې د دوی د غوښتل سوي لباس پرته په عامه ځایونو کې ولیدل سي، د نیول کېدو له خطر سره به مخ سي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د دې پرېکړې د عامه کولو لپاره اعلامیې د خپلو د ګذر وکیلانو او محتسبانو له لارې د ښار په بېلابېلو برخو کې، د دوکانونو، نانوایانو او فرعي کوڅو پر دیوالونو لګولې دي.
دا بدلونونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې هم سرچینو آمو ته ویلي وو چې د طالبانو محتسبانو په هرات ولایت کې د ښځو او انجونو د لباس له امله د نیولو لړۍ پیل کړې ده او په وروستیو ورځو کې لسګونه کسان په دې ولایت کې نیول سوي دي.
که څه هم طالبانو په هرات کې د ښځو د لباس اړوند د نظارتونو او محدودیتونو زیاتوالی تایید کړی، خو د ښځو او انجونو د نیولو راپورونه یې رد کړي دي.
په هرات کې د طالبانو دا اقدامات د پراخو ولسي غبرګونونو سره مخ سوي دي. تېره اونۍ د هرات یو شمېر اوسېدونکو د جبرئیل په سیمه کې د دغو محدودیتونو پر ضد لاریون کړی وو.
په داسې حال کې ، طالبانو دغو لاریونونو ته د ډزو په وسیله ځواب ورکړی، د سیمهییزو سرچینو د راپور له مخې ، دوه کسان، چې یو ماشوم هم پکښې شامل وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په همدې حال کې ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د یوه کس وژل کېدل تایید کړي دي.




