محمدعلي فروغي ، افغان قاري د عراق د نړیوالو قرآني سیالیو لومړی مقام خپل کړ

استاد محمدعلي فروغي، د افغانستان وتلی او پېژندل سوی قاري، د قرآن کریم په هغو نړیوالو سیالیو کې چې د عراق په هېواد کې ترسره سوې وې، د لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ او د هېواد د قرآني ټولنې لپاره یې نوی ویاړ ور په برخه کړ.
محمدعلي فروغي ، افغان قاري د عراق د نړیوالو قرآني سیالیو لومړی مقام خپل کړ

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ استاد محمدعلي فروغي، د افغانستان وتلی او نوموتی قاري، وتوانېد چې په عراق کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو لومړی مقام خپل کړي.

دغه وتلي قاري د بېلابېلو هېوادونو د ګډونوالو ترمنځ د خپل ځلاند فعالیت له امله د دغو نړیوالو سیالیو لومړی ځای خپل کړ او د افغانستان د قرآني ټولنې لپاره یې یو بل ویاړ ثبت کړ.

د استاد فروغي د دې بریا هرکلی د هېواد د قرآني چارو د فعالانو او بنسټونو له خوا په پراخه کچه سوی او یو ځل بیا یې په نړیوالو ډګرونو کې د افغان قاریانو وړتیا او ځلېدنه نندارې ته وړاندې کړې ده.

استاد محمدعلي فروغي له دې وړاندې هم د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو او غونډو کې بریالی ګډون درلود او د افغانستان له پېژندل سویو قرآني څېرو څخه شمېرل کېږي.

دغه نسخه د معمار خبري اژانس د «فرهنګي ـ ديني» څانګې د خپرېدو لپاره چمتو سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x