د معمار خبري اژانس د راپور له مخي ؛ د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو عمومي ادارې په یوه اعلامیه کې په ایران کې مېشتو کډوالو ته خبر ورکړی چې هر ډول بلنه، راټولېدنه یا اعتصابي ناسته پرته له دې چې له قانوني مراجعو څخه اجازه ترلاسه سي، غیرقانوني ګڼل کېږي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قوانینو له مخې، هر ډول راټولېدنه یا اعتصابي ناسته د قانوني پړاوونو له تېرولو او له اړوندو مراجعو څخه د اجازې ترلاسه کولو ته اړتیا لري او له بې اجازې راټولېدنو سره قانوني چلند کېږي.
دغې ادارې همدارنګه ټینګار کړی چې هر ډول غیرقانوني چلند یا بېلتون اچوونکي دریځونه کېدای سي د دښمنو او مخالفو ډلو له خوا د ناوړه استفادې وړ وګرځي.
د اعلامیې په دوام کې له کډوالو غوښتنه سوې چې د بشپړې هوښیارۍ په لرلو سره د کوربه هېواد د قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې عمل وکړي.




