د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د محرم میاشتې له رارسېدو سره هممهاله، طالبانو د حسيني ماتمي مراسمو د ترسره کولو لپاره د یوه ځانګړي «منشور» د چمتو کولو او تدوین خبر ورکړی دی.
په هغې ویډیو کې چې تازه خپره سوې، د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د حسینیو رئیس ، محمد آصف مصباح د یو شمېر شیعه هېوادوالو په غونډه کې اعلان کړی چې د طالبانو حکومت د حسيني ماتم کوونکو د امنیت تأمین ته ژمن دی او د محرم د مراسمو د ترسره کولو لپاره یو منشور ترتیب سوی دی.
د هغه په وینا، په دې منشور کې د ماتم کوونکو، مبلغینو، د ماتم د ډلو او د مراسمو د خدمتګارانو دندې مشخصې سوې دي. خو نوموړي د دې سند د منځپانګې په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي او دا یې هم نه دي روښانه کړي چې په هغه کې کومې لارښوونې یا محدودیتونه شامل سوي دي.
د دغو څرګندونو له خپرېدو وروسته، د محرم د ماتمي مراسمو پر وړاندې د نویو محدودیتونو د لګېدو په اړه اټکلونه راپورته سوې دي. ځینې څارونکي اټکل کوي چې ښايي دغه منشور د حسيني بیرغونو د لګولو، د سینهوهنې د ډلو د جوړولو او د عاشورا د لاریونونو په اړه مقررات ولري، خو تر اوسه په دې اړه هېڅ رسمي جزئیات نه دي خپاره سوي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په تېرو کلونو کې هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د شیعه وو د ځینو ماتمي مراسمو پر وړاندې د محدودیتونو د لګېدو راپورونه خپاره سوي وو. د دغو راپورونو له مخې، په ځینو سیمو کې د مراسمو ترسره کول ځانګړو ځایونو ته محدود سوي وو او د ماتمي ډلو او د عاشورا د عامه پروګرامونو پر وړاندې محدودیتونه لګول سوي وو.
د دغو تګلارو شنونکي باور لري چې په افغانستان کې حسيني ماتمي مراسم اوږده مخینه لري او په ډېرو سیمو کې اهل سنت هېوادوالو هم د عاشورا اړوندو مراسمو او د امام حسین (ع) د پاڅون د یادغونډو په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د دې راپور تر خپرېدو پورې ، طالبانو د محرم میاشتې د مراسمو د ترسره کولو اړوند د منشور رسمي جزئیات او بشپړ متن نه دی خپور کړی.




