طالبان: د ښځو غږ عورت دی، د هغوی د مخ پټول اړین دي

طالبان: د ښځو غږ عورت دی، د هغوی د مخ پټول اړین دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په هرات کې د یو شمېر ښځو د نیولو او د جبرئیل ښارګوټي د ولسي اعتراضونو د ځپلو په ترڅ کې، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دې ولایت کې د ښځو د جامو او په ټولنه کې د هغوی د حضور په اړه یو اطلاعیه خپره کړې ده.

په دې اطلاعیه کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر خبري آژانس له خوا د چهارشنبې په ورځ (۲۰ جوزا) خپره سوې ده، ادعا سوې ده چې د ښځو غږ عورت دی او د فتنې د مخنیوي په موخه د ښځو د بدن د بشپړ پټولو او د مخ پټولو پر اړتیا ټینګار سوی دی.

د دې اطلاعیې له مخې، چې د طالبانو د امر بالمعروف د قانون د دیارلسمې مادې یوه برخه بلل سوې، د ښځو لپاره د تنګو یا نازکو جامو اغوستل منع اعلان سوي دي او همدارنګه داسې محدودیتونه هم ټینګار سوي چې پکښې د ښځو د غږ ټیټ ساتل، له نامحرمو نارینه‌وو سره د تماس او نه کتل او بې ضرورته له کوره د وتلو کمول شامل دي.

دا اقدامات په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرات د جبرئیل ښارګوټي د اعتراضونو د ځپلو وروسته، د دې سیمې د امنیتي تدابیرو د سختېدو راپورونه هم خپاره سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x