په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) او د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلی یې دي چې د انساني بحران دوام، پر ښځو او انجونو د محدودیتونو زیاتوالی او اقتصادي فشارونه په دې هېواد کې لا هم روان دي.
جورجت ګانیون، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې، په دې ناسته کې وویل چې اوسنی ظاهري ثبات نسي کولای د افغانستان ژورې او جوړښتي ستونزې پټې کړي، او دا هېواد لا هم د نړۍ له تر ټولو پېچلو انساني بحرانونو سره مخ دی.
د هغې په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې شاوخوا ۵.۹ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه سوي او اټکل کېږي چې په روان کال کې به ۲.۸ میلیونه نور هم افغانستان ته راستانه سي. هغې زیاته کړه چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۱.۹ میلیونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
ګانیون همدارنګه د انجونو د زدهکړو وضعیت ته په اشاره وویل چې شاوخوا ۳.۸ میلیونه انجونې چې عمرونه یې له ۷ تر ۱۸ کلونو پورې دي، له زدهکړو بېبرخې دي او هر کال نږدې ۲۵۰ زره نورې انجونې هم د متوسطې دورې له دوام څخه پاتې کېږي. د هغې په وینا، دا وضعیت به په افغانستان کې د «له لاسه تللو استعدادونو نسل» رامنځته کړي.
په همدې حال کې، ادم ووسورنو ، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د بحران د ځواب د برخې مدیر ، اعلان کړی چې د افغانستان نږدې نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.
هغه زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولهایزو شخړو له امله تر ۱۰۰ زرو ډېر کسان بېځایه سوي دي. د هغه په وینا، ۴.۷ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښايي، او شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ څخه ځورېږي.
ووسورنو خبرداری ورکړی چې خرابېدونکی اقتصادي او انساني وضعیت ځینې کورنۍ دې ته اړ کړي چې حتی د خپلو ماشومانو د پلور په څېر ناوړه او ناچاره اقداماتو ته مخه کړي.
په دې ناسته کې «میترا مهران»، د افغانستان د عدالت د آرشیف بنسټګرې، په هېواد کې پر روانو تګلارو نیوکه کړې او طالبان یې د «جنسیتي ځپنې د بنسټیز سوي نظام» په جوړولو تورن کړي دي. هغې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې تر ۲۳۰ ډېر محدودوونکي فرمانونه د ښځو او انجونو د حقونو پر ضد صادر سوي دي.
مهران له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې وضعیت د پای ته رسولو لپاره عملي او اغېزمن ګامونه واخلي او ټینګار یې کړی چې د افغانستان بحران د بشري حقونو د دفاع په برخه کې د نړیوال نظام د باور لپاره په یوه ازموینه بدل سوی دی.




