د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ په هرات ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د طالبانو پر وړاندي د اعتراضونو له ترسره کېدو او د طالبانو د ځواکونو له خوا د هغوی له ځپلو وروسته، د دې ښار امنیتي فضا په جدي ډول سخته سوې او د طالبانو ځواکونه د ښار په یو شمېر سړکونو او مهمو نقطو کې ځای پر ځای سوي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د طالبانو ځواکونه د پوځي موټرو په کارولو سره د ښار په بېلابېلو برخو کې ګزمې کوي او د دې ډلې یو شمېر غړي په ملکي جامو کې هم د ښار په کچه حضور لري.
هغه ویډیو چې په رسنیو کې خپره سوې، د هرات په کوڅو او سړکونو کې د طالبانو د پوځي موټرو تګ راتګ ښايي. په دې انځورونو کې همدارنګه وسلوال کسان، هم په پوځي او هم په ملکي جامو کې، د ښار په بېلابېلو سیمو کې لیدل کېږي.
تر دې وړاندې، په هرات کې د طالبانو د پولیسو ویاند تایید کړی وه چې اعتراضونه د دې ډلې د ځواکونو له خوا کنټرول سوي او د ولایت وضعیت تر کنټرول لاندې دی.




