د روان لمریز کال د جوزا له ۹مې تر ۱۶مې نېټې پورې د ثبت سویو ترافیکي پېښو شمېرې، چې د طالبانو یا سیمهییزو سرچینو له خوا تایید سوې دي، ښايي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۲۶ افغان وګړو په اوو ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.
د شمېرو له مخې، په مړه سویو کسانو کې ۱۱ ماشومان او پنځه ښځې هم شاملې دي. همدارنګه لږ تر لږه ۴۶ نور کسان په دغو پېښو کې ټپیان سوي دي.
دا ترافیکي پېښې د لغمان، غزني، فراه او جوزجان ولایتونو او همدارنګه د ایران د سمنان په ولایت کې رامنځته سوې دي.
څېړنې ښايي چې تر ټولو مرګونې پېښه په لغمان ولایت کې رامنځته سوې، چې له امله یې ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان سوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی وو، چې یوازې د لوی اختر په درېیو ورځو کې، د جوزا له ۶مې تر ۸مې نېټې پورې، د هېواد په څلورو ولایتونو کې له ۸۰ څخه زیاتې ترافیکي پېښې ثبت سوې دي؛ هغه پېښې چې لسګونه مړه او ټپیان یې لرل.
د طالبانو په وینا، دغه پېښې په پکتیا، غزني، کونړ او بلخ ولایتونو کې رامنځته سوې وې او اصلي لاملونه یې د موټر چلوونکو بېاحتیاطي، له ټاکلې اندازې زیات چټک تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعت بلل سوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو شمېر زیات سوی او نږدې هره ورځ یو شمېر وګړي د دغو پېښو له امله یا ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیان کېږي.




