سرچینو د کابل په هوايي ډګر کې د ډزو خبر ورکړ

سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې تېره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر شاوخوا د سپکو او درنو وسلو په وسیله پراخې ډزې سوې دي.
سرچینو د کابل په هوايي ډګر کې د ډزو خبر ورکړ

سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې تېره شپه د کابل نړیوال هوايي ډګر شاوخوا د سپکو او درنو وسلو په وسیله پراخې ډزې سوې دي.

د سرچینو په وینا، دا ډزې د شپې په وروستیو ساعتونو کې پیل سوې او د دوشنبې ورځې د سهار تر ۲:۴۰ بجو پورې یې دوام کړی دی.

تر اوسه د دغو ډزو لامل او موخه نه ده روښانه سوې، او طالبانو هم د دې پېښې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې سرچینو تر دې وړاندې د کابل ښار د نهمې او لسمې امنیتي حوزو په اړوندو سیمو کې هم د ډزو د پېښو خبر ورکړی وو.

هممهاله، د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دغو ډزو دوام هغوی اندېښمن کړي او د ښار د اوسېدونکو د شپې ارام او خوب یې ور خراب کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x