په بدخشان ولایت کې د نسي ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د دې ولایت د درواز ولسوالیو د کانونو د کار د بندېدو پر وړاندي د اعتراض په توګه لاریون کړی دی.
سیمهییزې سرچینې وايي چې دا لاریون په سولهییز ډول ترسره سوی او په خپرو سویو ویډیوګانو کې هم د اعتراضونو ارامتیا لیدل کېږي.
اعتراض کوونکو په دې لاریون کې ویلي چې د کانونو د فعالیت په بندېدو سره د خلکو د کار فرصتونه له منځه تللي او د کورنیو اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ سوی دی.
د سرچینو په وینا، په اوس وخت کې په بدخشان کې د سرو زرو د استخراج د محلي شرکتونو فعالیت بند سوی او یوازې د طالبانو پورې تړلو شرکتونو ته په دې برخه کې د فعالیت اجازه ورکړل سوې ده.
تر اوسه پورې د بدخشان سیمهییزو چارواکو د دې اعتراض او مطرح سویو ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.




