د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د هغو راپورونو په غبرګون کې چې په هرات کې د یو شمېر ښځو د نیولو په اړه دي، د طالبانو د غوښتل سوي حجاب د نه مراعاتولو په تور، دغه اقدام په افغانستان کې د ښځو د سیستماتیکې ځپنې د زیاتېدو نښه بللې ده.
دغه ټولنې د شنبې په ورځ په یوه خپره سوې اعلامیه کې د ښځو او انجونو پر وړاندي د وروستیو محدودیتونو او نیونو څپه په سختو ټکو غندلې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د بشري حقونو د سرغړونکو د حساب ورکولو لپاره بیړنې او اغېزمن ګامونه پورته کړي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو راپورونه، د افغانستان لپاره د دې سازمان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي راپورونه او همدارنګه خپلواکې سرچینې د ښځو او انجونو د حقونو د پراخو سرغړونو څرګندونه کوي. د دغو راپورونو له مخې، جنسي تاوتریخوالی، بېاجازې نیونې، تښتونې، شکنجه، جبري ودونه او د بشري حقونو څخه د سرغړونو نور ډولونه لا هم په افغانستان کې دوام لري.
د بشري حقونو د فعالانو ټولنې ټینګار کړی چې د دغو پېښو یو شمېر، د نړیوالو بنسټونو د موندنو او راپورونو له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې رامنځته سوي او د دې ډلې ځینې غړي او مسؤلین پکښې ښکېل بلل کېږي.
دغې ټولنې همدارنګه خبرداری ورکړی چې د داسې کړنو دوام په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا نور کړکېچن کوي او ښځې او انجونې له لا زیاتو محدودیتونو او خطرونو سره مخ کوي.




