په ننگرهار ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو اعلان کړی چې د جلالاباد ښار په کابل سیند کې درې ماشومانو د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سید طیب حماد ، په ننگرهار ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ، ویلي چې دا پېښه د جمعې په ورځ، د جوزا په ۱۵مه ، د جلالاباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د بهسودو پل ته نږدې رامنځته سوې ده.
د هغه په وینا، د دې پېښې قربانیان درې ماشومان وو چې عمرونه یې ۱۳، ۱۵ او ۱۷ کاله وو، چې د سیند پر غاړه د اوبو د لوبو پر مهال له پېښې سره مخ سوي او ډوب سوي دي.
حماد زیاته کړې چې د قربانیانو څخه دوه تنه سره وروڼه وو او درېیم ماشوم د هغوی د کاکا زوی وو.
د ورکړل سویو معلوماتو له مخې، دغه ماشومان د خپلو څو ملګرو سره د تفریح لپاره د سیند غاړې ته تللي وو، چې د اوبو د لوبو پر مهال په اوبو کې ډوب سول او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته سوې چې د هوا د تودوخې د زیاتوالي له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو او ځوانانو حضور د سیندونو او د اوبو د ویالو ترڅنګ زیات سوی او هر کال ورته پېښې قرباني اخلي.




