سعد محسني، د «موبي ګروپ» او طلوع ټلوېزیوني شبکو مشر، په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې د افغانستان په لویو ښارونو کې د ښځو د ژوند وضعیت د جمهوریت له دورې سره د پام وړ توپیر نه لري.
هغه ویلي چې په دغو ښارونو کې ښځې لا هم کولای سي له مخ پټولو پرته او د ناڅرګند حجاب په مراعاتولو سره، تر یوه بریده په نسبي ډول په ازاد ډول تګ راتګ وکړي او ان موټر وچلوي.
خو دغو څرګندونو د یو شمېر رسنیزو فعالانو او د ښځو د حقونو د ملاتړو سخت غبرګونونه راپارولي دي. نیوکه کوونکي وایي چې دا لیدلوری په افغانستان کې له روانو واقعیتونو او د ښځو پر ژوند له موجودو محدودیتونو سره سمون نه لري.
تر اوسه رسمي چارواکو د یادو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.




