د افغانستان د اوبو د بحران او وچکالۍ د لا سختېدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي د اوبو له کمښت او د وچکالۍ له زیاتېدو اغېزمن سوي دي او د افغانستان بېلابېلې ټولنې د اقلیمي او چاپېریالي ورځ تر بلې زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دي.
د افغانستان د اوبو د بحران او وچکالۍ د لا سختېدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمایي زیات وګړي د اوبو له کمښت او د وچکالۍ له زیاتېدو اغېزمن سوي دي او د هېواد بېلابېلې ټولنې د اقلیمي او چاپېریالي ورځ تر بلې زیاتېدونکو ننګونو سره مخ دي.

یوناما د جوزا په ۱۵مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د نړیوال چاپېریال د ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې وچکالي او د اوبو کمښت لا هم په افغانستان کې له تر ټولو پراخو چاپېریالي ګواښونو څخه شمېرل کېږي.

د راپور له مخې، اوږدمهاله وچکالۍ د افغانستان د کرنې پر سکټور ژور اغېز کړی، هغه سکټور چې د کلیوالو د معیشت بنسټ ګڼل کېږي.

یوناما زیاته کړې چې په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننگرهار کې، بزګران د وچکالۍ او سیلابونو له پرله‌پسې زیانونو سره مخ دي او د اوبو د سرچینو کمښت د ځمکې او اوبو پر سر سیالي لا ډېره کړې ده.

د راپور په یوه برخه کې د ننګرهار د گوشته ولسوالۍ د یوه بزګر له قوله راغلي: «زموږ سیند د اټکل څخه بهر سوی دی. تېر کال هغه وخت وچ سوو چې موږ ورته ډېره اړتیا لرله، او سږ کال سیلاب راغی او زموږ نیم کرنیز حاصلات یې له منځه یووړل.»

دغه سازمان د کندهار، هلمند، نیمروز، زابل او اروزګان د اوبو وضعیت اندېښمنونکی بللی او ویلي یې دي چې پرله‌پسې وچکالۍ، د بارانونو کمښت او د ځمکې لاندې د اوبو بې کنټروله استخراج د اوبو سیستمونه د نړېدو تر پولې رسولي دي.

د یوناما په وینا، په ډېرو دغو سیمو کې سیندونه د وچېدو په حال کې دي، دودیز د اوبو لګولو سیستمونه زیانمن سوي او ځینې کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولو لپاره اړې سوې چې ژورې څاه‌ګانې وکني، چې په ځینو مواردو کې یې هم پایله نه ده ورکړې.

په راپور کې ویل سوي چې د کرنیزو محصولاتو کمښت او د څښاک پاکو اوبو ته محدود لاسرسی ځینې کورنۍ دې ته اړ کړې چې خپل مېشت ځایونه پرېږدي، او د محدودو اوبو سرچینو پر سر سیالي د شخړو کچه هم لوړه کړې ده.

یوناما خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت دوام وکړي او جدي اقدامات ونه سي، نو ځینې سیمې ښايي په راتلونکي کې د نه استوګنې له خطر سره مخ سي.

دغه سازمان همدارنګه د هېواد لوېدیځو سیمو د اقلیمي ستونزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې په داسې حال کې چې ولایتونه لکه غور او فراه له اوږدمهاله وچکالۍ سره مخ دي، ځینې نورې سیمې د سختو بارانونو او ناڅاپي سیلابونو شاهدې دي چې کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیز تأسیسات له منځه وړي.

د راپور له مخې، په مرکزي او ختیځو ولایتونو لکه لوګر، پروان او کاپیسا کې هم سیلابونه لا ډېر غیرقابل اټکل سوي، په داسې حال کې چې د هېواد په جنوب کې سخت بادونه او د دوړو طوفانونه کرنیزو محصولاتو ته زیان رسوي.

یوناما همدارنګه د کنړ، نورستان او لوګر په ولایتونو کې د ځنګلونو د وهلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د ځنګلي پوښ له منځه تلل د سیلابونو او ځمک‌ښویېدو پر وړاندې د سیمو زیان‌منونکې وړتیا زیاته کړې ده.

په راپور کې راغلي چې د څارویو بې‌کنټروله څرول، په بدخشان او ورته غرنیو ولایتونو کې د غرنیو اکوسیستمونو تخریب، او غیرمنظم کان کیندنې هم د چاپېریال تخریب او د اوبو د سرچینو ککړتیا ته لاره هواره کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x