په پنجشېر کې د قرآن کریم یوه پخوانۍ په لاس‌لیکل سوې نسخه وموندل سوه

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت په آبشار ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۰۰ کلونو پخوانۍ د قرآن کریم یوه ارزښتمنه او قیمتي په لاس‌لیکل سوې نسخه موندل سوې او دغه ریاست ته سپارل سوې ده.
طالبان: کار بهره‌برداری از ۳۰ معدن تازه‌کشف‌شدهٔ زمرد در پنجشیر آغاز شد

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت په آبشار ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۰۰ کلونو پخوانۍ د قرآن کریم یوه ارزښتمنه او قیمتي په لاس‌لیکل سوې نسخه موندل سوې او دغه ریاست ته سپارل سوې ده.

 محمد صابر دانشجو ، په پنجشېر ولایت کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګي چارو او ګرځندوی آمر او سرپرست ویلي چې دغه پخوانی او بې‌ساری ، قرآن کریم د آبشار ولسوالۍ د یوه مسؤلیت منونکي اوسېدونکي له خوا دغه ریاست ته وسپارل سوو.

د هغه په وینا، لومړنۍ څېړنې ښايي چې دغه تاریخي قرآن کریم لوړ دیني، فرهنګي او تاریخي ارزښت لري او د هغه عمر شاوخوا اته پېړۍ پخوانیو زمانو ته رسېږي.

دانشجو زیاته کړه چې دا ارزښتمن اثر کولای سي د سیمې د اسلامي تمدن او بډایه فرهنګي میراث یوه برخه څرګنده کړي او د دې سیمې د علمي، فرهنګي او دیني مقام روښانه ثبوت وړاندې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x