په جوزجان ولایت کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د دې پېښو په تایید اعلان کړی چې یادې پېښې د آقچې او فیضآباد ولسوالیو په ساحو کې رامنځته سوې دي.
د ورکړل سویو معلوماتو له مخې، لومړۍ پېښه د آقچې ولسوالۍ په سیمه کې د «سراچه» ډوله موټر او «فوربکس» موټر د ټکر له امله رامنځته سوې ده. دویمه پېښه بیا د همدې لویې لارې پر لاره د یو «سراچه» موټر د چپه کېدو په نتیجه کې رامنځته سوې ده.
عبدالسـتار حلیمي ، په جوزجان ولایت کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند، ویلی چې د دواړو پېښو ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول سوي دي.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو شمېر زیات سوی دی؛ هغه موضوع چې د خرابو سړکونو، د موټرچلوونکو د بېاحتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعات له امله د اندېښنو کچه لوړه کړې ده.




