په ترکیه کې یو افغان شپون د بل افغان له خوا ووژل سوو

د ترکیې په ختیځ کې د آغري ولایت سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی چې د دوو افغان وګړو ترمنځ د یوې شخړې په پایله کې یو افغان شپون وژل سوی او د دې پېښې په تړاو یو بل کس نیول سوی دی.
ترکیه

د ترکیې په ختیځ کې د آغري ولایت سیمه‌ییزو چارواکو اعلان کړی چې د دوو افغان وګړو ترمنځ د یوې شخړې په پایله کې یو افغان شپون وژل سوی او د دې پېښې په تړاو یو بل کس نیول سوی دی.

د آغري ولایت د والي د دفتر په وینا، دغه پېښه د جوزا په لسمه نېټه د تاشلي‌چای ولسوالۍ اړوند د دیلک‌یازي په کلي کې رامنځته سوې ده. د شخړې پر مهال د ښکېلو کسانو له ډلې یو تن د ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د ترکیې پولیسو د شکمن کس د موندلو او نیولو عملیات پیل کړل او وروسته یې نوموړی د آغري – ارزروم پر لویه لاره کې ونیوي.

ترکي چارواکو اعلان کړی چې دغه افغان وګړی د قصدي وژنې په تور تر عدلي تعقیب لاندې وو او له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل سوو. په پای کې محکمې د حکم له صادرولو وروسته نوموړی زندان ته ولېږداوه.

تر اوسه د ترکیې پولیسو د دې شخړې د انګېزې او یا هم د ښکېلو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي او په دې تړاو څېړنې لا هم روانې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x