عراق د آیت‌الله العظمی محمد اسحاق فیاض د مړینې له امله درې ورځنې ملي ماتم اعلان کړ

په عراق کې د نړۍ د اسلام او تشیع د ستر او عالي مقام مرجع ، آیت‌الله العظمی شیخ محمد اسحاق فیاض د مړینې په تعقیب، د دغه هېواد حکومت درې ورځنې ملي ماتم اعلان کړ.
عراق د آیت‌الله العظمی محمد اسحاق فیاض د مړینې له امله درې ورځنې ملي ماتم اعلان کړ

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ عراقي رسنیو نن سهار (۶ اپرېل ۲۰۲۶) د اسلام او تشیع د دیني نړۍ د ستر او وتلي مرجع آیت‌الله العظمی شیخ محمد اسحاق فیاض د مړینې خبر ورکړ.

د دې سترې غمیزې په تعقیب، د عراق ولسمشر نزار آمیدي او لومړي وزیر علي الزیدي په جلا جلا پیغامونو کې د دې دیني عالم او روحاني شخصیت مړینه د اسلامي نړۍ لپاره ستره ضایعه بللې او تسلیت یې وړاندې کړی دی.

الزیدي په خپل پیغام کې ویلي: «د تحقیق، اجتهاد او اسلامي علومو ډګر نن له داسې پاتې کېدونکي فقیه او مرجع څخه بې‌برخې سوو چې د فکر او تدریس په نړۍ کې یې ژور اغېز پرې ایښی دی.» هغه زیاته کړې چې د آیت‌الله شیخ محمد اسحاق فیاض (قدس سره) د مړینې له امله په ټول هېواد کې درې ورځنې ملي ماتم اعلان سوی دی.

د همغږۍ چوکاټ (الإطار التنسیقي) هم په یوه اعلامیه کې د عید غدیر د جشن مراسم لغوه کړي او د دې ستر مرجع مړینه یې د اسلامي نړۍ لپاره د تسلیت وړ بللې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x