په لغمان کې د ۱۴ کلن تنکی ځوان د ډوبېدو پېښه

په لغمان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ۱۴ کلن ځوان د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دادگاه عالی حکومت سرپرست از مجازات شلاق در ملا عام دو تن در لغمان خبر داد

په لغمان ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړی چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ۱۴ کلن ځوان د ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په لغمان ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ اعلان کړی چې دغه پېښه د جوزا په ۱۲مه، د سې‌شنبې په ورځ، د قرغیو ولسوالۍ د عزیزخان په کلي کې رامنځته سوې ده. د راپور له مخې، یاد ځوان د چکر او تفریح لپاره د درونټې سیمې ته تللی وو، خو په اوبو کې د لوبو پر مهال ډوب سوی دی.

 د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکي تر هڅو وروسته وتوانېدل چې د دغه تنکي ځوان جسد له اوبو څخه راوباسي او کورنۍ ته یې وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وګړو، په ځانګړي ډول د تنکیو ځوانانو او ځوانانو، د ډوبېدو پېښې زیاتې سوې دي، او په تفریحي او اوبیزو سیمو کې د خوندیتوب د لازمو تدابیرو د نشتوالي په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x