د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سختو اورښتونو، برېښنا او تندر، له دوړو سره د سختو بادونو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
د دغه ادارې د خبرپاڼې له مخې، د جوزا په ۱۳ او ۱۴مه نېټه د بدخشان، تخار، کندز، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بلخ، بامیان، میدان وردک، سرپل، فاریاب، غور، خوست، لوګر، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونه به د نسبتا سختو اورښتونو شاهد وي.
په دغه خبرپاڼه کې ویل سوي چې د اورښت اندازه په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل سوې او په ځینو سیمو کې، په ځانګړي ډول غرنیو او درو کې، د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو خطر هم سته.
همداراز د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په مرکزي، شمالي، جنوبختیځو، جنوبي او لوېدیځو ولایتونو کې له دوړو سره د سختو بادونو د لګېدو احتمال هم ښودلی دی. د وړاندوینو له مخې، په ځینو سیمو کې د دغو بادونو سرعت له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې رسېدای سي، چې د لید د کموالي، د سپکو تأسیساتو د زیان او د تګ راتګ د ګډوډۍ لامل کېدای سي.
چارواکو له وګړو، په ځانګړي ډول د زیانمنېدو له خطر سره مخ اوسېدونکو، د سیندونو غاړو ته نږدې کلیو، درو او غرنیو لارو اوسېدونکو څخه غوښتي چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې افغانستان په وروستیو کلونو کې څو ځله د سختو موسمي اورښتونو له امله د ناڅاپي سېلابونو شاهد پاتې سوی دی. دغو پېښو په یو شمېر ولایتونو کې ځاني تلفات او درانه مالي زیانونه اړولي او سلګونه کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه زیربناوې یې ویجاړې کړې دي.
کارپوهان ټینګار کوي چې پر وخت خبرتیا، د خطرناکو سیمو خالي کول او د سیمهییزو ادارو چمتووالی کولای سي د طبیعي پېښو د پایلو په کمولو او د وګړو د مال او ځان په ساتنه کې مهم رول ولوبوي.




