د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ نن سهار، سهشنبه د جوزا ۱۲مه، شاوخوا د سهار په ۸:۳۴ دقیقو، د ۴.۷ درجې په کچه زلزلې د کابل او بدخشان ولایتونو یو شمېر سیمې ولړزولې.
د سیمه ایزو سرچینو په وینا، دغه زلزله د دې دوو ولایتونو په ځینو سیمو کې په څرګند ډول احساس سوې او د اوسېدونکو ترمنځ د اندېښنې او وېرې سبب سوې ده.
سره له دې چې د زلزلې شدت موجود وو، تر دې دمه د رسمي سرچینو له لوري د ځاني تلفاتو یا احتمالي مالي زیانونو په اړه هېڅ راپور نه دی خپور سوی.
مسوولو چارواکو هم تر اوسه د دې پېښې د جزئیاتو او د احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د نړۍ په زلزله پېښیدونکو سیمو کې راځي او هر کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یو شمیر زلزلو شاهد وي.




