په کابل ولایت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې یو ۶۰ کلن سړی په دې ښار کې د وسلهوالو غلو د برید له امله وژل سوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د چهار قلعې په سیمه کې رامنځته سوې ده. سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې چې د دې پېښې قرباني محمد آصف ناصري نومېده.
د موجودو معلوماتو له مخې، محمد آصف ناصري د خپل خوراکي توکو په پلورنځي کې د وسلهوالو غلو هدف ګرځېدلی او د دغه برید په پایله کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې همداراز وایي چې تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې پېښې په اړه کوم مشخص اقدام یا د څېړنو روښانه پایلې له وګړو سره نه دي شریکې کړې.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړې توګه په کابل ښار کې، د وسلهوالو غلاوو او جنايي وژنو پېښې زیاتې سوې دي او د وګړو پراخې اندېښنې یې راپارولې دي.
طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته تل په هېواد کې د سراسري امنیت د تأمین خبره کړې، خو یو شمېر هېوادوال باور لري چې د جنايي پېښو زیاتوالي د دوی په ورځني ژوند کې د امنیت احساس کمزوری کړی دی.
د هېواد اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي چې د ورته پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره لا اغېزمن تدابیر او جدي اقدامات ترسره کړي.




