د افغانستان بې‌وزله ماشومان د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې قربانیان دي

د ډیلي میل ورځپاڼې په یوه وروستي راپور کې ادعا کړی چې د ماشومانو د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې پدیده لا هم په پټه توګه په افغانستان کې دوام لري او ماشومان، په ځانګړي ډول د بې‌وزلو کورنیو، د استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې له ګواښ سره مخ دي.
کودکان فقیر قربانی پدیده‌ های جنسی در افغانستان

د ډیلي میل ورځپاڼې په یوه وروستي راپور کې ادعا کړی چې د ماشومانو د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې پدیده لا هم په پټه توګه په افغانستان کې دوام لري او ماشومان، په ځانګړي ډول د بې‌وزلو کورنیو، د استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې له ګواښ سره مخ دي.

دغه رسنۍ په خپل راپور کې اعلان کړی ، چې په ځینو مواردو کې تنکي هلکان اړ کېږي چې د ښځینه جامو په اغوستلو او سینګار سره په خصوصي محافلو کې د نارینه‌وو لپاره نڅا او اجرا وکړي او وروسته تیرې ناوړه ګټه واخیستل سي.

د راپور له مخې، دا پدیده په افغانستان کې تاریخي مخینه لري او قربانیان یې تر ډېره د بې‌وزلو او زیانمنو کورنیو ماشومان دي.

ډیلي میل همدارنګه ادعا کړې چې ځینې ماشومان د زور، دوکې او ناسمو وعدو له لارې دې کړۍ ته جذبېږي او داسې راپورونه هم سته چې دا پدیده د وسله‌والو ډلو له ځینو غړو، د طالبانو د ځینو مسوولینو په ګډون، سره تړاو لري.

دغه راپور زیاتوي چې که څه هم طالبانو په رسمي ډول د ماشومانو څخه ناوړه جنسي ګټه اخیستنه منع اعلان کړې، خو موندنې ښايي چې دا پدیده لا هم په ځینو سیمو کې په پټه توګه دوام لري.

د ډیلي میل په وینا، ډېری قربانیان د تاوتریخوالي، جنسي تېري او سختو رواني زیانونو تجربه بیانوي او د عمر په زیاتېدو سره له دې کړۍ لیرې کېږي.

همدارنګه ویل سوي چې ځینې قربانیان د ټولنیز ملاتړ د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله له روږدتیا، بې‌وزلۍ او رواني اختلالاتو سره مخ کېږي.

ډیلي میل ټینګار کړی چې سره له رسمي بندیزه، نړیوال بنسټونه لا هم د افغانستان په ځینو برخو کې د دې پدیدې د دوام په اړه اندېښمن دي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې د انسانانو د قاچاق په اړه ویلي وو چې د ماشومانو جذبول په جګړه کې، د انسانانو قاچاق او د ماشومانو د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې پدیده لا هم په افغانستان کې راپور کېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x