د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ د افغانستان لسګونو انجونو ، انتونیو ګوتېرېش ، د ملګرو ملتونو سرمنشي ، ته په لاس لیکل سویو لیکونو کې له هغه غوښتي چې د ښځو او انجونو د اساسي حقونو، په ځانګړي ډول د زدهکړې حق د محرومیت پر وړاندې چوپ پاتې نه سي.
د دغو لیکونو لیکوالانو د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د ښځو وضعیت ته په اشارې لیکلي چې افغان انجونې او ښځې له زدهکړې، فردي او ټولنیزو آزادیو، کاري فرصتونو او ګڼو نورو لومړنیو حقونو څخه محرومې سوې دي.
په یوه لیک کې یوې انجلۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي ته لیکلي: «په افغانستان کې انجونې له زدهکړې محرومې دي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د هغوی پر مخ تړلې پاتې دي.» هغې زیاته کړې چې افغان ښځې هره ورځ د خپلو هیلو ، آزادۍ او راتلونکي د له لاسه ورکولو شاهدانې دي.
په بل لیک کې د افغانستان اوسنی وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو لپاره ډېر سخت او اندېښمنونکی بلل سوی دی. د دې لیک لیکوالې د پراخې بېوزلۍ، بېکارۍ او د اساسي آزادیو د محدودیتونو یادونه کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د دې وضعیت پر وړاندې بېپروا پاتې نه سي او د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د ښه والي له شرط پرته د طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو مخه ونیسي.
یوې بلې افغانې انجلۍ په خپل لیک کې لیکلي: «موږ په افغانستان کې د داسې ډلې تر واک لاندې ژوند کوو چې ښځې یوازې د اولاد راوړلو وسیله ګڼي او د هغوی د ژوند حق یې تیرې اخیستی دی.» هغې ټینګار کړی چې طالبانو ښځې له لومړنیو انساني حقونو، لکه زدهکړې، کار او ټولنیز حضور څخه محرومې کړې دي.
د دغو لیکونو ځینو لیکوالانو همدارنګه خبرداری ورکړی چې افغان انجونې نه غواړي د نړیوالې ټولنې د چوپتیا قرباني سي. هغوی له ملګرو ملتونو غوښتي چې په خپلو لیدنو او خبرو کې د افغانستان د انجونو غږ هېر نه کړي.
ثنا، د دغو لیکونو له لیکوالانو څخه یوه، له ګوتېرېش څخه غوښتي چې له طالبانو سره په تعامل کې د افغان ښځو دردونه او ستونزې په پام کې ونیسي او نړیواله ټولنه دې د ښځو د حقونو د رعایت لپاره پر دې ډلې لا جدي فشار ته وهڅوي. هغې همدارنګه ټینګار کړی چې د انجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بیا پرانیستل باید د نړیوالو خبرو او اقداماتو په لومړیتوب کې وي.
افغان انجونو د خپلو لیکونو کې په پای کې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د ښځو هېرول د دې هېواد د کلتور، پرمختګ او راتلونکي د چوپ کېدو په معنا دي. هغوی د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو، په ځانګړي ډول له زدهکړې، کار، آزادۍ او ټولنیز ګډون څخه د محرومیت یادونه کړې او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د افغانستان د ښځو غږ نړۍ ته ورسوي او د افغان انجونو او ښځو لپاره د زدهکړې، آزادۍ او غوره راتلونکي د حق د تأمین لپاره اغېزمن او جدي اقدامات ترسره کړي.




