په کندز ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي چې د وسلوالو غلو یوه ډله د کندز ښار په یوه استوګنیز کور ورننوتې، وروسته یې خاوند او مېرمن په تخت پورې تړلي او نغدې پیسې او څه اندازه سره زر یې غلا کړي دي.
سرچینو راپور ورکړی چې دغه پېښه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د کندز ښار د «زیردوره» په سیمه کې رامنځته سوې ده.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې څلور وسلهوال کسان ښکېل وو او شاوخوا شل دقیقې یې کور په بشپړه توګه پلټلی دی.
سرچینې زیاتوي چې بریدګرو د کورنۍ د غړو له تړلو وروسته، د دې کور معلول سړی له تخت څخه راکښته کړی او د هغه دوه زره افغانۍ نغدې پیسې یې له ځان سره وړي دي.
د سرچینو په وینا، غله وروسته د کور زېرخانې ته ورغلي او د نوموړي د مېرمنې یو اندازه سره زر یې هم موندلي او غلا کړي یې دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې راپورونه ښايي، په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وسلهوالو غلاوو پېښې زیاتې سوې دي.




