د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ یو شمېر افغان او کاناډايي فعالانو او د بشري حقونو ملاتړو د شنبې په ورځ، د جوزا په ۹مه، د کاناډا په پلازمېنه اوټاوا کې د لاریون په ترسره کولو سره د «سور شال» کلني لاریون کې ګډون کړی او د افغانستان له ښځو او انجونو سره یې خپل یووالی څرګند کړې او په افغانستان کې یې د جنسیتي تبعیض د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د لاریون ګډونوالو د سره رنګ شالونو په اغوستلو او د شعارونو لرونکو تختو په پورته کولو سره چې پکښې لیکل سوي وو «جنسیتي تبعیض جرم دی؛ هغه وپېژنئ او پای ته یې ورسوئ» د افغانستان له ښځو او انجونو سره خپل ملاتړ څرګند کړ.
لاریون کوونکو ټینګار کړی چې دوی به د افغانستان ښځې او انجونې هېڅکله هېرې نه کړي او د هغوی د حقونو د دفاع لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. هغوی په یوه اعلامیه کې ویلي: «موږ د هغو کسانو غږ یو چې له لومړنیو آزادیو لکه د زدهکړې، کار، په ټولنه کې د حضور او د تګ راتګ له آزادۍ محرومه سوي دي. تر هغه چې د افغانستان ښځې او انجونې کرامت، آزادي، زدهکړه او برابري ترلاسه نه کړي، موږ به د هغوی ترڅنګ ولاړ یو.»
لورین اوټس، په افغانستان کې د زدهکړې د حق د سازمان اجراییه مشره، هم د دې لاریون په ملاتړ ویلي چې کاناډایان د داسې پروګرامونو له لارې ښايي چې د ښځو حقونه د هغوی لپاره مهم دي او افغان ښځې په دې مبارزه کې یوازې نه دي.
دا لاریون په داسې شرایطو کې ترسره سوی چې د افغانستان ښځې او انجونې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د زدهکړې، کار او د ټولنیزې ونډې په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.




