په کاپیسا ولایت کې سیمه ایزې سرچینې وایي چې د لوی اختر په دویمه او درېیمه ورځ ، د دغه ولایت د صیاد په تفریحي سیمه کې درې کسان د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب سوي او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د سرچینو په وینا، د اختر په دویمه ورځ دوه کسان د صیاد په سیند کې ډوب سوي او مړه سوي دي. همدارنګه د اختر په درېیمه ورځ د یوسف طوفاني په نوم یو کس په همدې سیمه کې ورک سوی او د سرچینو په وینا، تر اوسه یې جسد نه دی موندل سوی.
په ورته وخت کې، په غزني ولایت کې هم درې تنه تنکي ځوانان د اختر په لومړۍ ورځ د مالستان ولسوالۍ د شیرداغ سیمې د اوبو په بند کې د لامبو پر مهال ډوب سوي دي. سیمه ایزې سرچینې وایي چې د دغو تنکیو ځوانانو جسدونه د اختر په دویمه ورځ له اوبو څخه را ایستل سوي دي.
پنځه ورځې وړاندې هم په پکتیکا ولایت کې درې کسان د اوبو په یوه بند کې د لامبو پر مهال مړه سوي وو. د طالبانو د سیمه ایزو چارواکو په وینا، لومړی دوه کسان د لامبو لپاره اوبو ته کښته سوي او ډوب سوي وو، او درېیم کس چې د هغوی د ژغورلو هڅه یې کوله، هغه هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اوړي د موسم له پیل سره، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې په سیندونو، د اوبو په بندونو او تفریحي ځایونو کې د ډوبېدو پېښې زیاتېږي او هر کال د یو شمېر هېوادوالو ژوند اخلي.




