محمد حسن اخوند، د طالبانو د ادارې رئیسالوزرا، ویلي دي چې کابل له ترکمنستان سره په سیاسي، سوداګریزو، ترانزیټي او فرهنګي برخو کې د همکاریو پراخول غواړي او عشقآباد د افغانستان له مهمو سیمهییزو شریکانو څخه ګڼي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو اداره تر اوسه د نړیوالې ټولنې له خوا د قانوني حکومت په توګه په رسمیت نه ده پېژندل سوې او لا هم له جدي سیاسي او اقتصادي ننګونو سره مخ ده.
په همدې حال کې، د اقتصادي فشارونو، مالي محدودیتونو او د افغان کډوالو د پراخ بېرته راستنېدو ترڅنګ، نړیواله ټولنه د ټولو قومونو او مذهبونو په ګډون د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کوي؛ هغه موضوع چې لا هم د طالبانو له ادارې سره د رسمي اړیکو د عادي کېدو له اساسي شرطونو څخه ګڼل کېږي.




