د طالبانو له لوري د ښځو او انجونو پر وړاندې د محدودیتونو په دوام، دین محمد ، په کابل کې د طالبانو د علماوو شورا مشر ، په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ښځو او انجونو د زدهکړې په اړه ویلي چې ښځې باید تر ډېره د حیض اړوند احکامو، د خاوند او اولادونو د حقوقو او د کورني ژوند د چارو زده کړې ته پام وکړي.
هغه همدارنګه د ښځو لپاره د عصري علومو د زدهکړې اړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې او هغه یې ناسمه بللی ده.
دغه طالب چارواکي ټینګار کړی چې د ښځو لپاره د شرعي علومو زدهکړه فرض ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په افغانستان کې د ښځو او انجونو پر زدهکړو محدودیتونه لا هم دوام لري او د لوړو زدهکړو ته د هغوی لاسرسی له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.




