د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ مارک بوتنگا، په اروپايي پارلمان کې د بلجیم استازي، د بروکسل له خوا د طالبانو د پلاوي مېلمهتوب څخه په سختو ټکو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې اروپايي ټولنه د «ارزښتونو» په نوم له روسیې سره له خبرو ډډه کوي، خو په مقابل کې د طالبانو لپاره «سره غالۍ» غوړوي.
هغه د طالبانو هرکلی د اروپايي ټولنې له بشري حقونو او دموکراتیکو اصولو سره ښکاره ټکر بللی دی.
دغه اروپايي پارلماني غړي د افغانستان له وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او انجونو د پراخه ځپلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې د ځینو اروپايي هېوادونو پرېکړه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه، «د انسانانو له ژوند سره لوبه ده».
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې د طالبانو استازو ته بلنه ور کړې چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته سفر وکړي. اروپايي کمېسیون تایید کړې چې د سویډن له چارواکو سره په همکارۍ کې د اوړي په جریان کې په بروکسل کې له طالب پلاوي سره د تخنیکي ناستو پلان جوړېږي، خو د دې ناستو کره وخت لا نه دی معلوم سوی.
د اروپايي کمېسیون ویاند ، مارکوس لامرت رسنیو ته ویلي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ چارواکو او د سویډن د عدلیې وزارت طالبانو ته یو لیک استولی چې د دې ډلې د پلاوي د استولو چمتووالی وڅېړي.
تر دې مخکې هم یو شمېر اروپايي پارلماني غړو د طالبانو په بلنې سختي نیوکې کړي وي.
هرمیدا ون دروال، په اروپايي پارلمان کې د هالنډ استازې ، دا اقدام غندلی او ویلي یې دي: «د کډوالي په اړه د خبرو لپاره بروکسل ته د طالبانو د پلاوي بلنه زموږ له ارزښتونو سره خیانت دی. ځینې خلک هېڅ ستونزه نه لري چې طالبان دې له ټولې اروپايي ټولنې سره معامله وکړي.»
هغې په افغانستان کې د اروپايي ځواکونو پخواني ماموریت ته په اشارې سره ټینګار کړی دی: «اروپایانو د افغان ښځو او انجونو د حقونو د دفاع لپاره خپل ژوند قرباني کړ. نو هېڅکله باید طالبانو ته مشروعیت ورنه کړل سي. هغه کسان چې د بشریت پر ضد جرمونه یې کړي دي، باید تر هغې چې د هاګ نړیوالې جزایي محکمې ته حاضر نه سي، اروپا ته د داخلېدو اجازه ونه لري.»
ون دروال همدارنګه ویلي چې اروپايي ټولنه باید د کډوالو د مسئلې په پلمه خپل اخلاقي اصول او بشري ارزښتونه قرباني نه کړي.




