محمد نسیم لالهاند ، د طالبانو تر ادارې لاندې د زندانونو د چارو د تنظیم د ادارې ویاند، تایید کړې چې اللهګل مجاهد د سترې محکمې د حکم له مخې په موقت ډول د خپل زوی د خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې د ګډون لپاره له زندان څخه آزاد سوی وو.
لالهاند د سه شنبې په ورځ ویلي چې اللهګل مجاهد تېره ورځ د څو ساعتونو لپاره د جنازې په مراسمو کې حضور درلود او د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته د محکمې د پرېکړې له مخې بېرته زندان ته ولېږدول سوو.
د زندانونو د چارو د تنظیم د ادارې د ویاند په وینا، اللهګل مجاهد به د خپل بند پاتې موده هم په زندان کې تېروي




