پاپ: مصنوعي ځیرکتیا کولای سي نړۍ د بې‌پایه جګړو پر لور یوسي

پاپ لئو ، د نړۍ د کاتولیکانو مشر د مصنوعي ځیرکتیا په اړه یې په خپل لومړي مهم سند کې خبرداری ورکړی چې د دې ټکنالوژۍ پر سر د نړیوالو څارنو او مقرراتو نشتوالی کولای سي نړۍ د بې‌پایه جګړو، د ناسمو معلوماتو د پراخېدو او د ټولنیزو او انساني بحرانونو پر لور یوسي.
پاپ: مصنوعي ځیرکتیا کولای سي نړۍ د بې‌پایه جګړو پر لور یوسي

هغه خبرداری ورکړی چې که د مصنوعي ځیرکتیا په سمه توګه تنظیم او څارنه ونه سي، نو کولای سي د ناسمو معلوماتو د خپرېدو لامل سي او نړۍ د بې‌پایه جګړو پر لور یوسي.

دا شاوخوا ۴۳ زره کلمې لرونکی سند چې «ستر انسانیت» نومېږي، د مصنوعي ځیرکتیا د راتلونکي او د هغې د سیاسي، ټولنیزو او پوځي پایلو په اړه یو اندېښمن انځور وړاندې کوي.

پاپ لئو اندېښنه څرګنده کړی چې ځینې خپلواک تسلیحاتي سیستمونه «په عملي ډول له هر ډول انساني کنټرول او مدیریت څخه پورته تللي دي».

په دې غونډه کې کریس اولاه، چې د «انتروپیک» شرکت له بنسټګرو څخه دی او د مصنوعي ځیرکتیا د برخې یو مخکښ څېره ده، هم ګډون کړی وو.

د سند په یوه برخه کې راغلي چې په اوسني عصر کې د ټکنالوژۍ د پرمختګ اصلي محرک نور یوازې دولتونه نه دي، بلکې خصوصي شرکتونه او پولو هخوا بنسټونه دي چې ځینې وخت له ډېرو دولتونو هم ځواکمن عمل کوي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر خبرداری ورکړی چې که د ټکنالوژۍ ځواک یوازې د څو محدودو شرکتونو یا ډلو په لاس کې وي، نو روڼتیا به کمه او د عامه څارنې وړتیا به هم کمزورې سي.

هغه غوښتنه کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا اړوند معلوماتو ملکیت باید یوازې د خصوصي سکتور په لاس کې پرېنښودل سي، او له پالیسي جوړوونکو یې غوښتي چې د کارګرانو حقونه وساتي، ماشومان د دې ټکنالوژۍ له خطرونو خوندي کړي او د دې برخې د شرکتونو ترمنځ سخته سیالۍ راکمه کړي.

پاپ لئو ټینګار کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ د چټکتیا په اړه اندېښنه د پرمختګ مخالفت نه دی، بلکې د مسئولیت نښه ده. هغه ویلي: «د مصنوعي ځیرکتیا د منلو بهیر کرار کول د پرمختګ مخالفت نه دی، بلکې د مسئولیت څرګندونه ده.»

د جګړو بدلېدونکی ماهیت د ډیجیټل عصر په رڼا کې

د دې سند یوه مهمه برخه د مصنوعي ځیرکتیا په عصر کې د جګړو د ماهیت بدلون ته ځانګړې سوې ده.

په سند کې راغلي چې جګړې نور یوازې د جګړې ډګر پورې محدودې نه دي، بلکې سایبري بریدونه، د معلوماتو جګړه، د نفوذ عملیات او د ماشيني سیسټمونو پرېکړې هم پکښې شاملې دي.

په دوام کې ټینګار سوی چې که څه هم مصنوعي ځیرکتیا کولای سي د ملکي وګړو په ساتنه کې رول ولوبوي، خو په عین حال کې یې کارول کولای سي د تاوتریخوالي کارول اسانه کړي او انساني مسئولیت کمزوری کړي.

دا راپور خبرداری ورکوي چې په داسې شرایطو کې انسانان ممکن یوازې په شمیرو بدل سي او د جګړې قربانیان یوازې د « اړخیز زیان» په توګه وکتل سي.

د مصنوعي ځیرکتیا په پوځي کارونې کې سره کرښه

پاپ لئو همدارنګه د نړیوال سیاست په چوکاټ کې د جګړې د عادي کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د جګړې د بهرنۍ پالیسۍ د وسیلې په توګه د بیا راګرځېدو نښې او د پوځي صنعتونو پراخوالی لیدل کېږي.

په دې سند کې راغلي: «نن ورځ موږ د نړیوال سیاست د یوې وسیلې په توګه د جګړې د اندېښمنوونکي بیا راژوندي کېدو شاهدان یو.»

د نړۍ د کاتولیکانو مشر ټینګار کړی چې د جګړې په ډګر کې د مصنوعي ځیرکتیا کارول باید په جدي ډول محدود سي او مرګوني پرېکړې هېڅکله باید ماشینونو ته ونه سپارل سي.

هغه ویلي دي: «مرګونې پرېکړې یا بېرته نورې نه ګرځېدونکې پرېکړې مصنوعي سیسټمونو ته سپارل جواز نه لري.»

د کورنیو پر ژوند د ډیجیټل اقتصاد د اغېزو په اړه اندېښنه

پاپ لیو د دې سند په یوه بله برخه کې د ډیجیټلي شرکتونو د ورځني ژوند، په ځانګړي ډول د ماشومانو پر ژوند د اغېزو یادونه کړې او ویلي یې دي چې کورنۍ په یوازې ځان د هغو الګوریتمونو پر وړاندې د مقابلې توان نه لري چې د پاملرنې د جلبولو لپاره طرحه سوي دي.

هغه د دې وضعیت د مدیریت لپاره د دولتونو، تعلیمي بنسټونو او کورنیو ترمنځ د ګډې همکارۍ رامنځته کول اړین بللي دي.

د کار بازار د بدلون په درشل کې

په سند کې همدارنګه د مصنوعي ځیرکتیا او روباتیک اغېزې د کار پر بازار ته اشاره سوې؛ داسې بدلون چې که څه هم د پرمختګ ژمنه لري، خو لازماً د ټولو وګړو د کار شرایط نه ښه کوي.

په سند کې ټینګار سوی: «د کاري فرصتونو او د انسان نه بدلېدونکي رول ساتنه باید اساسي اصل پاتې سي.»

همدارنګه خبرداری ورکړل سوی چې یوازې د ګټې منطق باید د انساني دندو د پراخ حذف سبب نه سي.


په پای کې ټینګار سوی چې د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټل اقتصاد په عصر کې یوازې پر ازاد بازار تکیه بسنه نه کوي، او هېوادونه اړ دي چې د دې ټکنالوژۍ د مدیریت لپاره نړیواله همکاري وکړي، په ځانګړي ډول د کمزورو هېوادونو او زیانمنو ډلو د ملاتړ لپاره.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x