د ننگرهار ولایت په نازیان ولسوالۍ کې یو ۱۰ کلن ماشوم د اوبو ډکې څاه ته له لوېدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننگرهار ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، دا پېښه د نازیان ولسوالۍ په «لندي» سیمه کې رامنځته سوې ده. د خبرپاڼې له مخې، یاد ماشوم لومړی هغه بل ماشوم ژغوري چې د ډوبېدو له خطر سره مخ وو، خو وروسته خپله په اوبو کې ډوبېږي او مړ کېږي.
هممهاله د اوړي په موسم کې د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو له امله هر کال یو شمېر خلک، په ځانګړي ډول ماشومان، د سیندونو او اوبو په حوضونو کې د ډوبېدو له امله ژوند له لاسه ورکوي.
تر دې مخکې هم له پنجشېر څخه سیمهییزو سرچینو آمو ته ویلي وو چې یو ۱۰ کلن ماشوم د ثور په ۲۸مه ماښام د پنجشېر په سیند کې ډوب او نادرکه سوی وو. دا پېښه د رخې ولسوالۍ په «آبداوه» کلي کې سوې وه. د سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو د دغه ماشوم د جسد د موندلو هڅه کړې، خو د اوبو د کچې د لوړوالي له امله په موندلو نه دي بریالي سوي.




