د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۸۲ کارکوونکو ګوښه کېدل

د رسنیو له خوا د خپرو سویو اسنادو له مخې، طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۸۲ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. د دغه وزارت ځینې کارکوونکي وایي چې طالبانو تیره اونۍ له مخکني خبرتیا پرته د دوی بستونه د اعلان لپاره وړاندې کړي دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۸۲ کارکوونکو ګوښه کېدل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د رسنیو له خوا د خپرو سویو اسنادو له مخې، طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ۸۲ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. د دغه وزارت ځینې کارکوونکي وایي چې طالبانو تیره اونۍ له مخکني خبرتیا پرته د دوی بستونه د اعلان لپاره وړاندې کړي دي.

د دغو کارکوونکو په وینا، د دې اقدام له امله لسګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړی او بېکاره سوي دي.

یو له هغو کارکوونکو چې له دندې ګوښه سوی، وایي چې د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې یې د آزاده سیالۍ له لارې دې وزارت ته داخل سوي او له لسو کلونو څخه زیات کاري تجربه لري.

هغه د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي تورن کړي چې د خپلو نږدې کسانو د ګومارلو لپاره پخواني کارکوونکي له دندو لیرې کوي. د هغه په وینا، ډېری له دندې ګوښه سوي کسان د پخواني حکومت پر مهال هم په دندو بوخت وو. عبدالمنان عمري، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر، د ډلې د مشر او بنسټ‌اېښودونکي ورور دی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې ۸۲ بستونه یې د وړ او مسلکي کسانو د جذب په موخه د اعلان لپاره وړاندې کړي دي.

په داسې حال کې ، هغه کارکوونکي چې بستونه یې بیا اعلان سوي، وایي چې ډېری یې په خپلو دندو کې کافي تجربه او تخصص لري او دا اقدام د پخواني حکومت د کارکوونکو د لیرې کولو هڅه بولي.

تر دې مخکې هم د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو کې د سلیقوي چلند، فشار او د پخواني حکومت د کارکوونکو د ګوښه کېدو راپورونه خپاره سوي وو.

طالبانو د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په ډېرو دولتي ادارو کې مسلکي کارکوونکي له دندو لیرې کړي او پر ځای یې د ځان پورې تړلي کسان، چې پکې ملايان هم شامل دي، ګمارلي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x