ریچارد بینېټ، د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، د جمعې په ورځ د جوزا په لومړۍ نېټه په اېکس ټولنیزه شبکه کې د یو پیغام په خپرولو سره د افغان کډوالو د زیاتېدونکي ایستلو او د هغوی د جبري بېرته ستنولو په اړه چې د سیمې له هېوادونو او ځینو اروپايي هېوادونو څخه ترسره کېږي، اندېښنه څرګنده کړه.
هغه ټینګار کړی چې افغانستان یو خوندي هېواد نه دی، او هغه کسان چې بېرته ورستنېږي له ځینو خطرونو لکه ځورونې، نیونې، شکنجې، لوږې او حتی نورو جدي ګواښونو سره مخامخ کېږي.
بینېټ له هېوادونو غوښتي چې د بشري حقونو او د پناه غوښتونکو د ملاتړ په برخه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې سي.
دا څرګندونې په داسې حال کې سوې دي چې په وروستیو میاشتو کې پاکستان او ځینې اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو د ایستلو یا جبري ستنولو بهیر زیات کړی دی.
ریچارد بینېټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څار مسوول دی، تر دې مخکې هم څو ځله د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د انساني او امنیتي وضعیت د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی وو.
هغه په خپل پیغام کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر ،ولکر تورک راپور هم بیا خپور کړی دی. تورک ټینګار کړی چې هېوادونه باید افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ودروي.
د بشري حقونو عالي کمېشنر همدارنګه د اروپايي ټولنې د کډوالۍ په اړه وړاندیز سوي نوي قوانین اندېښمنوونکي بللي او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان ته د افغانانو بېرته ستنول هغوی له «جدي خطر» سره مخامخ کوي.
ولکر تورک د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د افغان پناه غوښتونکو ایستل کېدای سي د پناه غوښتونکو او بشري حقونو د نړیوالو قوانینو سرغړونه وي. هغه زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ وړاندیز سوي طرحې د بشري حقونو تضمینونه کمزوري کوي او پناه غوښتونکي له نورو زیانونو او ګواښونو سره مخ کوي.




