د لغمان ولایت د مهترلام ښار په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ سوی او پنځه نور ټپیان سوي دي.
په لغمان ولایت کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د دې پېښې په تایید سره ویلي چې دا پېښه تیره شپه شاوخوا ۹:۳۰ بجې د مهترلام ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې رامنځته سوې ده.
د طالبانو په وینا، دا پېښه د یوه «خاور» ډوله موټر او ریکشا د ټکر له امله رامنځته سوې او لامل یې د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بلل سوې ده.
ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار ولایت روغتون ته لېږدول سوي دي. د طالبانو مسوولانو له موټرچلوونکو غوښتي چې ترافیکي قوانین رعایت کړي.
په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په څرګند ډول زیاتې سوې دي او په پایله کې یې لسګونه کسانو په بېلابېلو ولایتونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
تېره ورځ هم د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې یوه بله ترافیکي پېښه سوې وه چې پکښې شپږ تنه مړه او درې نور ټپیان سوي وو.
یو شمېر ښاریان د سړکونو خراب وضعیت او د ترافیکي نښو نشتوالي ته په اشارې د مسوولانو پر بېپامۍ نیوکه کوي او وایي چې ترافیکي پېښې د هېواد له تر ټولو وژونکو پېښو څخه دي.
په بدخشان ولایت کې د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ د ورکړل سویو شمیرو له مخې، یوازې په تېر یو کال کې په دې ولایت کې ۱۲۲ ترافیکي پېښې ثبت سوي چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۳۶ کسان مړه او ۱۷۵ نور ټپیان سوي دي.




